د امريکا دفاع وزير جمس ماتيس په افغانستان کې د امريکايي پوځ له قوماندان سره د خبرو په حال کې
د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د دفاع وزير جمس ماتيس د روانې مياشتې په ٢٤مه نېټه له افغانستان څخه ناچاپي ليدنه وکړه او د دې هېواد له ولسمشر سره يې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په هکله خبرې اترې وکړې.دا د روان کال له جنوري راهيسې د امريکا د دفاع وزير په توګه له دې هېواد څخه د ماتيس لومړۍ ليدنه ده.
د افغانستان جمهوري رياست په همدې ورځ په يوه اعلاميه کې وويل چې دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو، افغانستان او سيمه ييز امنيتي حالت په هکله د نظريو تبادله وکړه او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې په برخه کې د دواړو خواوو ترمنځ د همکارۍ او د نشه يي توکيو د قاچاق او د فساد پرضد د ډېرو مسئلو په باب بحث وکړ.
ماتيس وويل چې امريکا به په راتلونکې کې له افغان حکومت سره نژدې همکاريو ته دوام ور کړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |