CRI Online

وانګ ايي د عراق د بهرنيو چارو له وزير سره وکتل

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 09:16:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي په اتن کې د مدني لرغونو هېوادونو فورم د وزيرانو په کچه د لومړۍ غونډې په ترڅ کې د عراق د بهرنيو چارو له وزير ابراهيم الجعفري سره وکتل.

وانګ ايي وويل چې عراق د ترهګرۍ پرضد يوه جبهه بلل کيږي او په دې برخه کې يې خپل مهم خدمتونه تر سره کړي او کوي يې. چين به له ترهګرۍ سره په مبارزه کې د عراق له کوښښونو څخه ملاتړ ته دوام ور کړي او د دې هېواد د خپلواکۍ، حاکميت او د ځمکو د بشپړتيا د ساتلو په برخه کې له عراق څخه ملاتړ کوي او غواړي چې تر خپلې وسې پورې د عراق د اقتصاد د بيا رغونې په برخه کې ور سره مرستې وکړي.

جعفري وويل چې د ترهګرۍ پرضد په مبارزه کې د چين له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوم او هيله لرم چې عراق په دوامداره توګه د چين په شمول د نړيوالې ټولنې لازياتې مرستې تر لاسه کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای