CRI Online

امريکا اعلان وکړ چې د کيمياوي وسلې په اړه پر ٢٧١سوري ساينسپوهانو او څېړونکو به بنديز ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 09:17:24

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا د ماليې وزير د اپريل په ٢٤مه نېټه په يوه اعلاميه کې اعلان وکړ چې د سوري حکومت پر دوه سوه يو اوياوو اړوندو ساينسپوهانو او څېړونکوبه بنديز ولګوي چې د دې هېواد د کيمياوي وسلو د څېړلو او جوړولو له پروژې سره تړاو لري.

په دې اعلاميه کې راغلي چې دغه ساينسپوهان او څېړونکي د سوريې د علمي څېړونې له مرکز سره تړاو لري چې د سوريې حکومت د کيمياوي وسلو د څېړنې او جوړونې دنده لري.

په اعلاميه کې همدارنګه ويل شوي چې امريکا به د خپل هېواد په دننه کې له دغو کسانو سره اړه لرونکي مالي حسابونه  ګنکل کړي او له دغو کسانو سره به د امريکايي شرکتونو او اتباعو سوداګريز تګ راتګ منع کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای