CRI Online

پاکستان د يو کمربند او يوې لارې سرمشريزې غونډې ته سترګې په لار دی

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 09:46:51

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې: په دې وروستيو ورځو کې د پاکستان خبري رسنيو د يو کمربند او يوې لارې په اړوند د نړيوالې همکارۍ د سرمشريز فورم په هکله تاوده بحثونه کړي چې په چين کې به ژر تر سره شي او په دې نظر دی چې دغه فورم د يو کمربند او يوې لارې پلان له وړاندې کېدو راهيسی تر ټولو د لويې پيمانې نړيواله غونډه ده.

د پاکستان د پلان او پرمختګ چارو وزير احسان اقبال وويل د چين او پاکستان تر منځ اقتصادي دهليز د دواړو هېوادونو د مشرانو لخوا په ګډه وړاندې شوی او د پاکستان د هغه خيال د ريښتني کېدو لپاره ګټور دی چې د اسيا پړانګ وګرځي. د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ پلان د ګډو ګټو تر لاسه کولو تر نظريو لاندې د ټولې نړۍ لپاره د چين لخوا وړاندی شوی دی. د چين او پاکستان اقتصادي دهليز د دې پلان نمونی اغيزې لري د انرژيو او بنسټيزو تاسيساتو ابادۍ به د پاکستان اقتصادي پرمختګ ته قوي ځواک برابر کړي او د دې سيمې د هېوادونو تر منځ د اتحاد او د دغه دهليز د لويديځې کرښې له لارې د افغانستان د وارداتي او صادراتي سوداګرۍ لپاره هم ګټې لري.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای