د چين خبري اژانس د خبر له مخې: د هند پوليسو خبر ورکړ چې پر ځايي وخت د اپريل په ٢٤مه نېټه په هند کې د حکومت ضد د ناکساليتي وسله والو د چاتيسګاره په ايالت کې پر ځايي پوليسو بريد وکړ چې له امله يې لږ تر لږه ٢٤ تنه وژل شوي او ٦تنه نور ټپيان شوي دي.
دغه پوليس د هند د مرکزي حکومت په احتياطي پوځ کې شامل و. د خبر له مخې د دغو وسله والو شاو خوا ٣٠٠ تنه وسله وال په دغه بريد کې برخه اخيستې وه او تر اوسخ د بريدګرو د مرګژوبلې حالت په اړه مالومات نه شته.
د هند د ځايي خبري رسنيو د خبر له مخې هند د دغې پيښې ځای ته زيات پوليس لېږلی چې د ناکساليتي وسله وال ولټوي.
له بريد وروسته د هند صدراعظم نارندرا مودي په خپل ټويټر کې د ناکساليتي وسله والو لخوا د بريد سخته غندنه وکړه او ويې ويل چې د دغو پوليسو به په هيڅ بيه بي ځوابه پرېږدي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |