CRI Online

چين له نورو هېوادونو او نړيوالو اورګانونو سره د سپوږمۍ د نړيوال کلي پر جوړولو بحث کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 10:35:08

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د چين د دفاعي ساينس او تخنيک د صنعتي ادارې عمومي انجنير تيان يوو لونګ د اپريل په ٢٤مه نېټه په شي ان ښار کې د فضايي فعاليتونو په ترڅ کې وويل چې چين له نورو هېوادونو په تېره بيا د اروپا له فضايي ادارې سره د سپوږمۍ د نړيوال کلي پر جوړونې بحث کوي.

د معلوماتو له مخې فضايي علم د چين د فضايي چارو د چټک پرمختګ نوی لوری ده او په دې برخه کې د چين ګامونه چټک شوي دي.

په ٢٠١٨ کال کې به فضانوردان د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ شاتنۍ برخه ښکته شي ،ځکه چې د سپوږمۍ شاتنۍ برخه له ځمکې سره  مخابراتي ستونزې لري، نو بايد يو پل جوړ شي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای