د سينهوا اژانس د خبر له مخې افغان چارواکي د اپريل په ٢٤مه د دې خبر پخلی وکړ چې په همدې ورځ د دې هېواد په ختيځ د خوست ولايت کې د امريکايي پوځي اډې ته نژدې د موټر بم چاودنې له امله لږ ترلږه پنځه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.
د دې ولايت پوليسو مسئول وويل چې ياده چاودنه د دې ولايت د مرکزي ښار خوست ښار په يوه پوستۍ کې رامنځته شوې ده. يو بريدګر له دې پوستې څخه د تېرېدوپه وخت کې بمونه ووچول چې له امله يې د دې بريدګر او څلورو تنو امنيت ساتونکو په شمول پنځه تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپيان شوي دي.خو بهرنيو سرتيرو ته مرګ ژوبله نه ده اوستې . تر اوسه پورې هېڅ ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |