د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په امريکا کې د چين لوی سفير څوې تيان کای د اپرېل په څليرويشتمه نېټه وويل چې په تيرو څو کلونو کې، د چين او امريکا تر منځ تجارتي اړيکو ډېر پرمختګ کړی دی. چين او امريکا دې د خپلمنځي تجارت د لا متوازانې پراختيا لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
هغه په همدې ورځ په نيويارک کې وويل چې د چين او امريکا تر منځ تجارت د دواړو هېوادونو وګړو ته ګټې رسولې او په عين وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ تجارتي توپيرونه او تضادونه هم شتون لري. دواړه خواوې دې د ارزښتناکو او اغيزمنو تدبيرونو په نيولو سره تضادونه او توپيرونه لېرې کړي. هغه له امريکا څخه وغوښتل چې د امريکا د بنسټيزو تاًسيساتو د جوړونې په برخه کې ګډون کوونکو چيني شرکتونو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |