د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپريل په ٢٤مه نېټه وويل چې د م م امنيت شورا بايد پر شمالي کوريا د نويو بنديزونو تياری ونيسي.
ټرمپ په همدې ورځ د سپنې ماڼۍ او په م م کې د امنيت شورا د غړيو د استازو تر منځ د کتنې په وخت کې وويل چې د کوريا ټاپووزمۍ اوسني حالت د منلو وړ نه دی، د م م امنيت شورا بايد د شمالي کوريا د ذروي پروژو او د بالستيک توغنديو توغولو په هکله پر دغه هېواد لا ځواکمن بنديزونه ولګوي.
ټرمپ نه دی ويلی چې امنيت شورا دې په کوم وخت کې پر شمالي کوريا نوي بنديزونه ولګوي. د امريکا خبري رسنيو مخکې د امريکا د يو مامور په قول ويلی و چې د امريکا سپينې ماڼۍ په شمالي کوريا کې د بالستيک توغنديو د توغولو او د نويو ذروي ازموينو په مقابل کې پر دغه هېواد د نويو بنديزونو په هکله بحثونه کړي دي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |