CRI Online

جين لي چون وويل د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک بايد د چين او امريکا تر منځ د همکارۍ ډګر وګرځي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 15:17:22

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانګونې بانک مشر جين لي چون د اپريل په ٢٤مه نېټه په واشنګتن کې وويل چې د اسيا د بنسټيزو تاسيساتو د پانوګونې بانک بايد د چين او امريکا تر منځ د توپير ټکی ونه ګرځي، بايد د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ ډګر وي.

جين لي چون په همدې ورځ د امريکا د کارپوهانو د اتلانتيک سمندر په شورا کې د خپلې وينا په ترڅ کې وويل کله چې چين لومړی د ياد بانک د جوړېدو وړانديز وکړ، د امريکا ځينو شخصيتونو د دغه بانک د نظريې او کارونو په هکله شکونه درلودل. نو هغه په تېرو څو کلونو کې څو څو ځله د امريکا سپينې ماڼۍ، ملي کانګرس او د کارپوهانوټولنې ته تللی او له امريکا سره يې په دې هکله د نظريو تبادلې کړې دي. اوس امريکا دا پوهيږي چې دغه بانک يو څو اړخيز انکشافي بانک دی چې د بنسټيزو تاسيساتو پانګونې ته پاملرنه کوي، خو د چين په مشرۍ يو بانک نه دی.

نوموړي وويل چې دا ځل هغه په امريکا کې د ټرمپ حکومت له ځينو مامورينو سره خبرې اترې وکړې چې په عمده توګه د امريکايي تصديو او د دغه بانک تر منځ د همکارۍ په هکله يې بحث وکړ.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای