د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د شمالي کوريا د ذروي مسئلې په اړه د شپږو خواوو د خبرو اترو په هکله د جاپان،امريکا او جنوبي کوريا استازو د اپرېل په ۲۵مه نېټه په توکيو کې سلامشوره وکړه.دغه بحث د کوريا د ټاپووزمۍ د مسئلې د حل لپاره تر سره شو.
د شمالي کوريا د تګلارو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو ځانګړي استازي جوسف يون تر خبرو اترو وروسته په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې ۳ خواوو موافقه وکړه چې په پر له پسې توګه به ډييلوماتيکو،پوځي او اقتصادي برخو کې خپلمنځي همکاري پياوړې کړي.
د جاپان،امريکا او جنوبي کوريا استازو د تېرې فبرورۍ په پای کې د امريکا په واشنګټن کې هم سلامشورې کړې وې.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |