CRI Online

د چين د چاينا تليکام په نوم شرکت به د ورېښمو لارې په اړه د مالوماتو ليږد راليږد دهليز د جوړولو لپاره يو مليارد امريکايي ډالره ولګوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 16:22:31

د چين د چاينا تليکام په نوم شرکت د اپريل په ۲۴مه نېټه خبر ورکړ چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به د ورېښمو لارې په اړه د مالوماتو ليږد راليږد دهليز د جوړولو لپاره يو مليارد امريکايي ډالره ولګوي چې ورسره به د لسو يا شلو مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت سوداګريز فرصتونه رامنځته شي. له دې نه پرته، تر لس کالونو کار وروسته، د چين او پاکستان ترمنځ د مالوماتي دهليز د جوړولو چارې به په روان کال کې ريښتينی پرمختګ ومومي.

د چاينا تليکام په نوم د شرکت عمومي مينجير دنګ شياو فنګ وويل، مالوماتي چارې د يوه کمربند او يوې لارې وړانديز د عملي کولو بنسټيزې چارې دي. اوس د دې شرکت د مالوماتو د ليږد راليږد لارې پراخوالی مخ په زياتېدو دی، پکې د چين، لاوس او ټايلند ترمنځ مالوماتي لاره، د چين او پاکستان تر منځ مالوماتي دهليز، د ورېښمو لارې پر غاړه په پرتو هېوادونو کې نوري فايبر شبکه او د چين، ميانمار، بنګله دېش او هند ترمنځ مالوماتي لاره په د څلورو عمده پروژو په توګه پرمخ بيول کيږي. د پلان له مخې، دغه څلور پروژې به په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کالونو کې بشپړې شي. ښاغلي دنګ شياو فنګ وويل، تر لس کالونو کار وروسته به په روان کال کې د چين او پاکستان تر منځ د مالوماتي دهليز د جوړولو چارې رښتينی پرمختګ ومومي. ده وويل

((دغه مالوماتي دهليز د پاکستان په محور دی او له افغانستان سره هم تړاو لري او د ګوادر بندر ته رسيږي. دا مالومه ده چې ګوادر بندر د سيمه ييز پرمختګ لپاره ستر ارزښت لري. دغه مالوماتي دهليز نه يوازې د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز لپاره خدمتونه کولای او د ګوادر بندر ته غځېدلی شي، بلکی افغانستان ته او د چين او پاکستان تر منځ د اقتصادي دهليز پر غاړه پرتو هېوادونو ته زموږ د چارو د پراخولو لپاره بنسټ ږدي. په روان کال کې به دغه مالوماتي دهليز په رسمي توګه په کار ولوېږي.))

په يادو څلورو لويو پروژو کې د ورېښمو لارې پر غاړه په پرتو هېوادونو کې د نوري فايبر شبکه د منځنۍ اسيا، جنوبي اسيا او لوېديځې اسيا څواړخيزه همکاريزه پروژه ده. د چين، ميانمار، بنګله دېش او هند ترمنځ مالوماتي لاره د ميانمار په محور له بنګله دېش او هند سره د يو ځای کوونکې لاره ده. د مالوماتو له مخې، د دغو پروژو تر بشپړېدو وروسته به د ورېښمو لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو ترمنځ د مخابراتي خنډونو د لرې کولو لپاره عملي خدمتونه ترسره شي او په نړيوالې همکارۍ کې د دغو هېوادونو د ګډون لپاره به د مالوماتو د ليږد راليږد په برخه کې بنسټ ايښودل کېدلی شي.

د چاينا تليکام په نوم د نړيوال شرکت د ستراتيژۍ او قانون ادارې مرستيال يانګ ليو وويل، اوس دغه شرکت په نړۍ کې د نوري فايبر ليږدونې شبکې د جوړولو په هڅونه بوخت دی. ده وويل :

((اوس موږ په ګرده نړۍ کې د نوري ليږدونې شبکې څه دپاسه څلوېښت سټېشنونه لرو او نيمه برخه يې د چين څخه دباندې دي. پلان لرو چې د ځمکنيو او سمندري نوري فايبرونو له لارې د يوه کمربند او يوې لارې پر غاړه د پرتو هېوادونو په ۴۰ يا ۶۰ ښارونو کې اړوند سټېشنونه جوړ کړو. د دې شبکې په بشپړېدو سره به د چين او دغو هېوادونو ترمنځ د مالوماتو ليږد راليږد ډير اسان وي. ))

د ورېښمو لارې په اړه د مالوماتو د ليږد راليږد لارې پر جوړولو سربيره، د چاينا تليکام شرکت په ګرده نړۍ کې د اسيا او ارام سمندر، د امريکا د لوېديځې برخې، د امريکا د ختيځې برخې، د اروپا او د منځني ختيځ پنځه د انټرنيټي شبکې پنځه لوی مرکزونه جوړ کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای