CRI Online

چين د امريکايي خبري رسنيو هغه خبر رد کړ چې په افغانستان کې د اپيون د توليدي اندازې د زياتوالي لامل د چين د نوی ډول تخمونو کرنه ده.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-25 17:16:33

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د امريکا خبري رسنيو څو ورځې مخکې خبر ورکړی چې په افغانستان کې د اپيون د توليدي اندازې د زياتوالي لامل د چين د نوی ډول تخمونو کرنه ده. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګنګ شوانګ د اپريل په ۲۵مه نېټه په يوه نوبتي خبري ناسته کې وويل، چې دغه خبر سم نه دی او له حقيقت څخه سرغړونه ده.

د امريکا سي ان بي سي خبر ورکړ چې په ۲۰۱۶م کال کې په افغانستان کې د اپيون توليدي اندازه د ۲۰۱۵م کال په پرتله په سلو کې درې څلوېښت زياته شوې ده چې دغه اندازه په تاريخ کې ساری نه لري. په اړوند خبر کې راغلي چې د م م د نشه يي توکيو او جرمونو د مسئلو دفتر چارواکي په دې نظر دی چې په افغانستان کې د اپيو د توليدي اندازې د زياتوالي لامل د چين د کوکنار د نوی ډول تخمونو کرنه ده. ښاغلي ګنګ شوانګ په دې اړه وويل، چې ياد خبر سم نه دی. چين هيڅکله افغانستان ته د کوکنار توليدات نه دی صادر کړي او په چين کې د تش په نامه نوي ډول کوکنار نه دي کړل شوي. د م م او افغانستان اړوندو څانګو د ياد خبر پخلی نه دی کړی او په دې اړه هيڅ ارزونه نه ده کړی. د چين حکومت تل د نشه يي توکيو له کرنې او قاچاق سره ټينګ مخالفت کوي او د نشه يي توګه د مخنيوي په ساحه کې له افغانستان سره مرسته کوي. چين به په پر له پسې توګه د افغانستان په شمول د دې سيمې له نورو هېوادونو سره د نشه يي توکيو د مخنيوي لپاره همکاري وکړي، تر څو د چين او افغانستان خلک ښه ژوند ولري. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای