د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ۲۵مه نيټه د جرمني لومړۍ وزيرې انګيلا ميرکل په برلين کې د چين د بهرنيو چارو له وزير وانګ يي سره وکتل.
ميرګل د چين او جرمني په اړيکو کې د فعال پرمختګ لوړه ستاينه وکړه او و يې ويل جرمني غواړي چې سږ کال د يو لړ تګ راتګ له لارې د دواړو هېوادونو هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو ته نوی رنګ ورکړي. جرمني د يوه کمربند او يوې لارې له وړانديز څخه ملاتړ کوي او د يوه کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ په سرمشريز فورم کې به د ګډون لپاره د اقتصاد او انرژۍ وزير چين ته وليږي.
وانګ يي وويل، سږ کال د چين او جرمني ترمنځ د اړيکو د ټينګېدو له ۴۵مې کاليزې سره برابر دی. چين هيله لري چې له جرمني سره هراړخيزې اړيکې نوې مرحلې ته يوسي. چين له جرمني څخه ملاتړ کوي چې د شلو صنعتي هېوادونو ډلې د هامبورګ سرمشريزه غونډه ښه ترسره کړي.
دواړو خواوو د يو لړ ګډې علاقې وړ مسئلو په اړه د نظريو تبادلې وکړې. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |