د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپرېل په پنځه ويشتمه نېټه، د ورېښمو لارې په غاړو د پرتو هېوادونو اقتصادي کمربند د همکارۍ او پرمختګ فورم د قرغزستان په پلازمينه بېشکېک کې تر سره شو. د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې د پنځو غړو هېوادونو او د ورېښمو لارې په غاړو د پرتو اړوندو هېوادونو تجارتي او صنعتي مشرانو او د شرکتونو خاوندانو په دې فورم کې ګډون وکړ. برخوالو د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو، د بنسټيزو تأسيساتو د جوړونې، پانګونې او صادراتو په برخو کې د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې د غړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ او د پولي ملاتړکوونکي سيستم، د توکيو لېږدولو مرکز او د تجارتي توکو د حمل و نقل دهليزد جوړولو په اړه د نظريو تبادلې وکړې.
په دې فورم کې د ورېښمو لارې په غاړو د پرتو هېوادونو د اقتصادي کمربند د همکارۍ او پرمختګ فورم د بېشکېک اعلاميه خپره کړه. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |