CRI Online

د ايران د ‌‌‌اټومي تړون کمېسيون د اوومې دورې غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-26 09:32:16

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د ذروي مسئلې په اړه شپږو هېوادونو ( امريکا، بريتانيا، فرانسه، روسيه، چين او المان ) او ايران د اپرېل په پنځه ويشتمه نېټه د اطريش په پلازمينه ويانا کې د ايران د اټومي تړون کمېسيون اوومې دورې غونډه تر سره شوه.

بهر ته د عملياتو په اړه د اروپايي ټولنې سرمنشي هيلګا سچميد د دې غونډې مشري وکړه. د ايران د بهرنيو چارو مرستيال وزير عباس اراقچي، د امريکا، روسيې، بريتانيا، فرانسې او المان چارواکي، د چين د بهرنيو چارو وزارت د وسلو کمولو ادارې مرستيال او د اټومي تړون د پلي کېدو لپاره د چين ځانګړي استازي په دې غونډه کې حاضر وو.

د چين ځانګړي استازي دونګ جن هوا وويل، چين تل د اټومي تړون د پلي کېدو ټينګ ملاتړ کوي. دغه تړون نه يوازې د شپږو خواوو او ايران د ګډو کوښښونو نتيجه، بلکې په سياسي او ديپلوماټيکه لاره د نړيوالو مسئلو د حل و فصل ښه نښه ده. اړوندې خواوې دې خپل سياسي هوډ ټينګ کړي، په جدي ډول خپل وظيفه پوره کړي، خپلمنځي اختلافونه او توپيرونه دې لېرې کړي او په دوامداره، هراړخيز او اغيزمن ډول د دې تړون د پلي کولو لپاره دې کوښښونه وکړي. (شکريه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای