د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين د اپرېل په پنځه ويشتمه نېټه د پوځي صنايعو کميټې په غونډه کې وويل، د روسيې د وسلو اغيزمن توان په سوريه کې له ترهګرو سره په مبارزه کې ښودل شوی دی. روسيه دې د دې فرصت په نيولو سره د وسلو صادرات وهڅوي او د وسلو په نړيوال بازار کې خپل مقام دې ټينګ کړي.
هغه اړوندو حکومتي ادارو ته امر وکړ چې د وسلو د صادراتي تړونونو د بشپړولو لپاره د دفاع وزارت، د پوځي تخنيکونو د همکارۍ بيورو، د صنايعو او تجارت د وزارت او د دفاعي صنعتي ټولنو ملاتړ دې وکړي. (شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |