په قزاقستان کې د چين لوی سفير د وينا په ترڅ کې
د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپرېل په پنځه ويشتمه نېټه، په قزاقستان کې د چيني سوداګرو ټولنه په الماتا کې جوړه شوه. په قزاقستان کې د چين لوی سفير جانګ های هوې، په الماتا کې د چين لوی قونسل جانګ وې او په قزاقستان کې د چيني شرکتونو استازي د دې ټولنې د جوړېدو په مراسمو کې حاضر وو.
سفير جانګ په خپله وينا کې وويل، سږ کال د چين او قزاقستان تر منځ د اړيکو د ټينګېدو پنځه ويشتمه کليزه ده. او د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکې د پخوانيو زمانو په نسبت ډېرې ښې دي. د چيني سوداګرو ټولنه دې د دې نوي فرصت په نيولو سره د چين د دولت رئيس شي جين پينګ لخوا وړاندې شوې د يوه کمربند او يوې لارې د ابادولو پاليسي پلې کړي، چيني او قزاقي شرکتونه دې سره ونښلوي او په يوې اغېزمنې، توان او شهرت لرونکې ټولنې دې بدلې شي. (شکريه)
په مراسمو کې د ګډونکوونکو ګډ انځور
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |