د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د عراق صدراعظم حيدر عبادي د اپرېل په پنځه ويشتمه نېټه د خپلې خاورې حکومت د عراق په شمالي سيمې د ترکيې د پوځي الوتکو د بريد غندنه وکړه.
هغه په همدې ورځ په بغداد کې په يوه مطبوعاتي غونډه کې ترکيې ته خبرداری ورکړ چې له دغسې بريد تکرار څخه دې لاس واخلي.
د عراق خبري رسنيو خبر ورکړ چې د ترکيې پوځي الوتکو په همدې ورځ د عراق په شمال د سينجار پر سيمې هوايي بريد وکړ چې له امله يې پنځه کردي وسله وال ووژل شول. د ترکيې پوځ په همدې ورځ د دې خبر پخلی وکړ چې ترکي پوځي الوتکو په همدې ورځ په عراق او سوريه کې د ترکيې د حکومت ضد د کردي کارګرو ګوند باندې بريد کړی دی. (شکريه )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |