د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پريل په ۲۶مه نيټه اوبو ته د چين د دوهمې الوتکې وړونکې بېړۍ د کښته کېدو مراسم په دا ليان ښار کې ترسره شول. د چين د کمونيست ګوند د مرکزي پوځی کمېسيون مرستيال فان چانګ لونګ په دغو مراسمو کې ګډون وکړ.
دغه الوتکې وړونکې بېړۍ چين پخپله ډيزاين او جوړه کړې او د ۲۰۱۳ کال په دسمبر کې يې د جوړونې کارونه يې پيل شوې وو. اوس د دې بېړۍ عمده برخه بشپړه شوې، د خوځنده ځواک او برق په شمول ځينی مهم سيسټمونه او تجهيزات پکې نصب شويدي. اوبو ته کښته کېدل د دې بېړۍ د جوړونې يوه مهمه مرحله ده او له دې څخه ښکاري چې د چين پخپله د الوتکه وړونکې بېړۍ جوړونې په برخه کې ستر مرحله ييز برياليتوب تر لاسه کړی دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |