د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ۲۶مه نېټه د چين دولتي شورا د تايوان چارو دفتر يوه خبري ناسته ترسره کړه. د دې دفتر وياند ما شياو ګوانګ اوبو ته د چين د دوهمې الوتکې وړونکې بېړۍ د ښکته کېدو په اړه وويل، ما دغه تازه مهم خبر لوستلی او د ملي دفاع او پوځ د عصري کېدو په برخه کې د چين لخوا د تر لاسه شويو برياليتوبونو په اړه وياړم. دا زموږ د هېواد د حاکميت او خاورې بشپړتيا او د کليدي ګټو د ساتلو لپاره ګټور دي.
د اپريل په ۲۶مه نيټه اوبو ته د چين د دوهمې الوتکې وړونکې بېړۍ د ښکته کېدو مراسم په دا ليان ښار کې ترسره شول. او له دې څخه ښکاري چې چين پخپله د الوتکې وړونکې بېړۍ جوړونې په برخه کې برياليتوب تر لاسه کړی دي. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |