د سينهوا اژانس د خبر له مخې د سوريې مسئلې په هکله د چين ځانګړی استازي شي شياو يان چې د اروپايي ټولنې له مقر څخه يې ليدنه وکړه،د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه وويل چې د سوريې مسئله د چين او اروپايي ټولنې او د نړيوالې ټولنې د ګډې علاقې وړ مسئله ده.د چين او اروپا ترمنځ همغږي او مشورې په سياسي لارو چارو د سوريې مسئلې د حل وفصل لپاره ډېرې مهمې دي.
نوموړي په همدې ورځ په اروپايي ټولنه کې د چيني او بهرنيو خبري رسنيو له خبريالانو سره مرکه وکړه او ويې ويل چې په دې وروستيو کلونو کې د چين او اروپا ترمنځ د اړيکو پرمختګ چټک شوی او د دوو مهمو ځواکونو په توګه چين او اروپا د نړيوالې سولې او ثبات د ساتلو په برخه کې ګډې ګټې او دندې لري.غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |