CRI Online

په لانجمنو سيمو کې ٢٥ مليونه ماشومانو ښوونيز فرصتونه له لاسه ور کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-26 15:55:31

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د م م د ماشومانو صندوق په دې وروستيو ورځو کې وويل چې د ٢٢ هېوادونو په لانجمنو سيمو کې ٢٥ مليونه ماشومانو ښوونيز فرصتونه له لاسه ور کړي چې عمرونه يې له شپږ کالونو څخه تر پنځلس کالونو پورې دي.

د م م د ماشومانو صندوق وويل چې د ٢٠١٦ کال په می مياشت کې د نړيوالې بشري مرستې په هکله د سرمشريزې غونډې په موده کې ښوونيزو فرصتونو ته نه انتظارکولو په نوم صندوق لس مليونه امريکايي ډالره تر لاسه کړی چې د بې کوره ماشومانو او د چاد په مرستندويه سيمو کې اوسېدونکو ماشومانو ته غوره ښوونيز فرصتونه برابر کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای