CRI Online

ترکيې د عراق او سوريې پر هدفونو هوايي بريدونه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-26 15:58:54

د سينهوا اژانس د خبر له مخې د ترکيې د درستيزانو عمومی رياست د روانې مياشتې په ٢٥مه نېټه په يوه اعلاميه کې ويلي چې د دې هېواد جنګي الوتکو د همدې ورځې په سهار وختي په عراق او سوريه کې د کوردانو پر وسله والو هدفونو هوايي بريدونه کړي چې له امله يې شاوخوا اويا وسله وال وژل شوي دي. په همدې ورځ د عراق صدراعظم حيدر العباد د دې هېواد پر شمالي سيمې هوايي بريدونه وغندل.

د ترکيې د درستيزانو عمومي رياست په دې اعلاميه کې ويلي چې هوايي بريدونه پر ځايي وخت د روانې مياشتې د ٢٥مې نيټې سهاروختي په دوو بجو پيل شول چې موخه يې د عراق په شمال د سنجار په غرنۍ سيمه او د سوريې په شمال ختيځ کې د کاراچوک په غرنۍ سيمه کې ميشت ترهګر وو. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای