د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه د دې خبر پخلی وکړ چې د ساد په نوم د توغندي ضد سيستم ځينی تجهيزات په همدې ورځ د دې هېواد د ګيونګسنګبوکدو په سينزو علاقه دارۍ کې ځای پر ځای شوي دي.د دې هېواد څو زرو پوليسو د دې علاقه دارۍ شاوخوا لارې بندې کړې او د ساد پرضد له کسانو سره يې نښتې وکړې.
د جنوبي کوريا د دفاع وزارت ويلي چې له امريکا سره يې پرېکړه وکړه چې تر هرڅه لومړی د دې سيستم ځينی تجهيزات ځای پر ځای کړي تر څو د دې سيستم جنګي توان تامين شي.د دې هېواد پوځ پلان لري چې په روان کال کې د ياد سيستم پوره جنګي توان تر لاسه کړي او پر چاپيريال د دې سيستم د اغيزې ارزونه او د اړوندو تاسيساتو جوړونه په راتلونکې کې به په عادي توګه دوام ولري. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |