د اپريل د ۲۶ مې نېټې په سهار د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دولتي ورځپاڼو د رئيس شمس الحق اريانفر په مشرۍ د افغانستان د خبري رسنيو ادارې د زده کړې ټولګي ۲۸ غړو له سي ار ای څخه ليدنه وکړه او د سي ار ای د پښتو څانګې له کارکوونکو سره يې د دواړو هېوادونو د رسنيو ترمنځ د همکارۍ په شمول يو شمېر موضوعاتو په اړه د نظريو تبادله وکړه.
دغه ټولګي د ۲۰۱۷ کال لپاره له بهرنيو هېوادونو څخه د چين د سوداګرۍ وزارت له مرستندويه پروګرامونو څخه دی او غړي به يې د اپريل له ۱۱ مې نېټې څخه تر ۳۰ مې نېټې پورې د چين له پلازمينې بېجينګ او د نينګشيا د هوی قوم له خپلواکې سيمې څخه ليدنه وکړي او په دغو دوو ځايونو کې به د خبري رسنيو د ادارې په برخه کې زده کړه ترلاسه کړي.
دغه ټولګي کې د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د بهرنيو چارو وزارت، د پژواک اژانس ، په کابل کې د چين د سينهوا اژانس د څانګې، د افغانستان اوټلوک ورځپاڼې، په کابل کې د چين د مرکزي تلويزيون د خبريالانو سټېشن، شمشاد تلويزيون او طلوع تلويزيون په شمول د شپږو رسنيو له استازو څخه عبارته ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |