CRI Online

چين به د سوريې مسئلې د حلولو په هکله د خبرو اترو د کارونو هڅونه وکړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-26 16:40:04

د سوريې مسئلې په هکله د چين د حکومت ځانګړي استازي شي شياو يان د اپريل په ٢٥مه نېټه په بروکسيل کې وويل چې د سوريې مسئله ډېره پيچيلې ده او په لنډ وخت کې نه شي حليدای. سياسي لارې د دغې مسئلې د حل يوازينۍ لاره ده. چين به د دغې مسئلې په هکله د خبرو اترو کارونو هڅونه وکړي.

اوس په سوريه کې امنيتي حالات ترينګلي دي، د سوريې مسئلې په هکله د چين د حکومت ځانګړي استازي شي شياو يان له مصر څخه له کتنې وروسته د اپريل په ٢٥مه نېټه د اروپايي ټولنې د ديپلوماتيکو فعاليتونو ادارې د منشي مرستيال جين کريستوفي بيليارد په شمول د دغې ټولنې له اړوندو مامورينو سره لېدنه وکړه او د سوريې د حالاتو په هکله يې د نظريو تبادله وکړه. شي شياو يان چيني او بهرنيو خبري رسنيو ته وويل چې چين او اورپايي ټولنه د سوريې مسئلې ته په درنه سترګه ګوري. (اواز)

ما پخوا ويلی و چې د سوريې مسئله زما په ديپلوماتيکو کارونو کې تر ټولو يوه پيچيله مسئله ده چې په ډېرو برخو پورې اړه لري او بايد مختلفو ګټو ته پاملرنه وشي. نو دغه مسئله په لنډ وخت کې نه شی حليدای. خو زما په نظر که بېلا بېلې خواوې کافي سياسي غوښتنې لري او يو د بل سره تفاهم لري، لومړی دې د حالات ثبات لپاره کوښښ وکړي، ګام په ګام دېګډې نظريې پياوړې کړي، د وخت په تېرېدو سره د مسئلې حل لارې به هرومرو پيدا شي.

شي شياو يان وويل د سوريې مسئله بايد د سوريايانو لخوا په خپله حل شي. هغه وويل چې له نورو هېوادونو سره په ګډه د ګډ ژوند په هکله په پنځو اصولو کې يو مهم اصل د نورو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاس وهنه نه کول دي. (اواز)

په سوريه کې به څوک مشر وي، دغه هېواد به يو څه ډول يو حکومت ته اړتيا ولري، په دغه هېواد کې څه ډول اساسي قانون بايد وټاکل شي، دا بايد د نورو ځواکونو لخوا په زور تحميل نه شي، خو د بېلا بېلو خواوو تر منځ د خبرو اترو له لارې د سوريايانو لخوا يې په اړه بايد پريکړه وشي. د واقعی نتيجې له مخې په عراق، ليبيا حتی مصر کې د حالت له مخې د هېواد په بهر کې د حلولو لايحه د دغه هېواد له حالاتو سره سمون نه لري او په پای کې ښه نتيجه به نه شي رامنځته کېدای او يوازې لا زياتو ترينګلتياوو سبب کېدای شي، خلک به په دې ترڅ کې هيڅ ګټې تر لاسه نه کړي. هغه وويل د سوريې مسئلې په هکله چين تل د خبرو اترو د هڅونې لپاره مهم رول لوبولی او لوبوي يې. (اواز)

د سوريې مسئلې په هکله چين له نورو هېوادونو سره توپير لري. له ټولو خواوو سره تماس نيولی شي او ورسره د نظريو تبادله کولی شي. زه فکر کوم چې د يو، دوو ځلو خبرې اترې به رول نه شی لوبولی، خو له دې وروسته به بيا وکتل شي چې اړوندو خواوو د چين ځيني نظريې منلي دي. بېلا بېلو خواوو له ما سره د تماس نيولو په بهير کې د چين رول ډېر پيژني او دا هيله يې څرګنده کړې ده چې چين به لا زيات رول ولوبوي.

شي شياو يان وويل ده د سوريې مسئلې په هکله د م م له ځانګړي استازي ستافان دي ميستورا سره څو څو ځله ليدنې وکړې او هر ځل ليدنې پرمختګ موندلی چې د چين ځانګړي مثبت رول څرګندوي. هغه وويل چين د زياتو نړيوالو تودو مسئلو په هکله فعالې رويې ښودلې دي. (اواز)

چين نه يوازې د سوريې مسئلې بلکې د زياتو تودو مسئلو په هکله د خبرو اترو د هڅونې کوښښونه کړي او زياتې لاس ته راوړنې يې تر لاسه کړي دي. د ټولو تودو مسئلو په هکله چين ځانګړي استازي لري چې پخوا د چين په ديپلوماتيک تاريخ کې بيخی نه شته. چين په فعاله توګه په دې ديپلوماتيکو چارو کې خپل رول لوبوي او هېله لري چې د يو لوی هېواد په توګه خپلې دندې پر غاړه واخلي او په ريښتنې توګه وړ نړيوالې دندې پر غاړه ولري او د سيمه ييزې او نړيوالې سولې ساتلو لپاره کوښښونه او خدمتونه تر سره کړي.

شي شياو يان وويل په سوريه کې د جګړې د پای ته رسيدو او د سولې له رامنځته کېدو وروسته د چين شرکتونه، تخنيکونه او پيسی به د دغه هېواد په بيا رغونه کې ولګول شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای