د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ۲۶مه نيټه د افغانستان د جوزجان ولايت وياند خبريالانو ته وويل، په افغانستان کې د داعش فرعي ډلې څو ورځې مخکې په دې ولايت کې له طالبانو سره سخته جکړه کړې چې له امله يې لږ تر لږه ۹۱تنه وژل شوي دي. د طالبانو ۷۶ تنه وژل شوي او ۵۶ تنه نور ټپيان شوي دي، د داعش ۱۵ تنه وژل شوي او ۱۲ تنه نور ټپيان شوي دي.
د وياند په قول، د نفوذ سيمې نيول ښايی د شخړې رامنځته کېدو لامل وي، اوس د دواړو خواوو شخړه روانه ده.
د ۲۰۱۴ کال په پای کې د داعش ځواک د جوزجان ولايت په شمول د افغانستان پولو ته ننوتلې. د يوې شمېرنې له مخې، اوس په افغانستان کې د داعش ۷۰۰۰ يا ۸۵۰۰ تنه غړي او پيروان موجود دي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |