د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال بانک د اپريل په ۲۶مه نيټه د لويو معاملو د بازاري ايندې په اړه تازه راپور خپور کړ چې له مخې يې د انرژۍ او فلزاتو په شمول د لويو معاملو بيې به په روان او راتلونکی کال کې بيا لوړې شي.
په دې راپور کې راغلی، له دې امله چې د اوپيک سازمان او نور نفت توليدونکی هېوادونه ښايی د نفتو توليدی اندازې د کمولو تړون تطبيق کړي، نو اټکل کيږي چې سږ کال به د اومو نفتو بيه د ۲۰۱۶ کال په نسبت پنځه ويشت اعشاريه اوه سلنه لوړه شي چې د هر بيلر منځنی بيه به ۵۵ امريکايي ډالرو ته ورسيږي او په راتلونکې کال کې به دغه بيه ۶۰ امريکايي ډالرو ته ورسيږي.
اټکل کېږی چې د طبيعی ګازو او سکرو په شمول د لويو معاملو بيه به په روان کال کې ۲۶ سلنه لوړه شي او په راتلونکي کال کې به د زياتوالي انډول اته سلنې ته ټيټ شي. سږ کال به د فلزاتو بيه ۱۶ سلنه لوړه شي. (هيله )
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |