CRI Online

د روسيې د بهرنيو چارو وزير: په پوځي لار د کوريا ټاپووزمې مسئلې حلول به تخريبي نتيجه ورسوي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-27 10:01:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزير سيرګې لاوروف د اپريل په ٢٦مه نېټه وويل، چې روسيه د کوريا ټاپووزمې ترينګل شويو حالاتو ته جدي پاملرنه کوي او په دې نظر ده چې په پوځي لار د کوريا ټاپووزمې مسئلې حلول به شمال لويديځې اسيا ته تخريبي نتيجه ورسوي.

نوموړي په همدې ورځ په مسکو کې د نړيوال امنيت په غونډه کې وويل، چې له يوې خوا، شمالي کوريا په پر له پسې توګه ذروي وسلې د څيړنې او جوړونې او د توغنديو د ازموينو په برخو کې هڅې کړې دي. له بلې خوا، امريکا او ملګرو يې په دې پلمه په شمال لويديځې اسيا کې پوځي عمليات له حده زيات کړي دي.

لاوروف وويل، چې په پوځي لار د کوريا ټاپووزمې مسئلې حلول به شمال لويديځې اسيا ته تخريبي نتيجه ورسوي. د امريکا له خوا په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم د توغونديو ضد سيستم ځای پر ځای کول د سيمه ييزو حالاتو د سختوالي سبب هم دی.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای