د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين د اپريل په ۲۶مه نيټه په مسکو کې د چين د کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو له غړي لي جان شو سره وکتل.
پوتين د لي جان شو له لارې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ ته سلامونه وړاندې کړل او و يې ويل اوس د روسيې او چين تر منځ لوړپوړی تګ راتګ نږدې دی او په بېلابېلو ساحو کې د تبادلې ميکانيزم د ثابت پرمختګ په حال کې دی. د مهمو نړيوالو او سيمه ييزو چارو په اړه د دواړو خواوو ترمنځ همغږۍ اغېزمن برياليتوب تر لاسه کړی دی. روسيه په دې خوښه ده چې د روسيې او چين ترمنځ د اړيکو پرمختګ او متقابل باور او همکارۍ تر ټولو لوړې سويې ته رسېدلې.
لي جان شو وويل د چين او روسيې تر منځ هراړخيزې ستراتيژيکې اړيکې د تاريخ په تر ټولو ښه وخت کې روانې دي. سره له دې چې نړيوال وضعيت د پيچلي بدلون په حال کې دی، خو د خپلمنځی هراړخيزو ستراتيژيکو اړيکو د ټينګښت او د ګډ پرمختګ د هڅونې او د نړيوال عدالت، سولې او ثبات د ساتلو په اړه د دواړو خواوو اراده بدله نه ليږي. رئيس شي جين پينګ د يوه کمربند او يوې لارې په سرمشريز فورم کې د ولسمشر پوتين ګډون ته سترګي په لار دی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |