د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اپريل په ٢٦مه نېټه د چين د هه بې ولايت د شيونګ ان سيمې د تيارۍ کميټې له مطبوعاتي غونډې څخه معلومات اخيستل شوي چې نوموړې کميټه غواړي له نړيوالو داوطلبانو څخه د ٣٠ کيلومتره مربع په پراخوالي د لومړې منطقې طرحه او پلان وټاکي.
د نوموړې کميټې مرستيال مدير نيو جينګ فنګ وويل، چې شيونګ ان سيمه د لومړې درجې د ارګانونو او استعداد لرونکو کسانو په راغونډولو سره د اړوندو کارونو د ترتيب په هڅه کې ده او پلان لري چې د ٣٠ کيلومتره مربع په پراخوالي به د لومړې منطقې په اړه د ډيزاينونو او پلانونو په اړه د نړيوالو داوطلبانو انتخاباتي سيالي تر سره کړي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |