د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ۲۶مه نيټه د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له خپل جرمني سيال سيګمر غبريل په ګډه له خبريالانو سره د کتنې په وخت کې وويل د ۲۰G هامبورګ سرمشريزه غونډه تر هانګ جو سرمشريزې غونډې وروسته اغېزمن رول لوبولی شي چې په ګډه د نړيوال اقتصاد پرمختګ هڅولی شي.
وانګ يي وويل، سږ کال د ۲۰G هامبورګ سرمشريزه غونډه په دې موقع کې ترسره کيږي چې په نړيوالو سياسي او اقتصادي اوضاعو کې نوی بدلونونه رامنځته شوي، نو دغه غونډه ډير د پاملرنې وړ ده او درنه دنده لري. چين د ۲۰G پخوانی رئيسه هېواد دی، چين د هامبورګ سرمشريزې غونډې د ښه ترسره کېدو لپاره له جرمني څخه ملاتړ کوي او غواړي چې د ۲۰G په چارو کې له جرمني سره همکارۍ پوره همکاري وکړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |