CRI Online

د هېواد او سياسي چارو د ادارې په اړه د شي جين پينګ نظريو په هکله سمينار په ابوظبي کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-04-27 15:23:31

د اپريل په ٢٦مه نېټه په ابوظبي کې د ٢٧مې دورې د کتابونو نړيوال نندارتون په رسمي توګه پيل شو. په دې نندارتون کې شاوخوا درې زره پنځه سوه ډوله او پنځه زره څلور سوه ټوکه چينی کتابونه ښودل کيږي چې په دې جمله کې د هېواد او سياسي چارو د ادارې په اړه د شي جين پينګ نظريو په نوم کتاب د پاملرنې وړ دی.

ځينو چيني او بهرنيو برخه والو په دې نندارتون کې د دې کتاب په باب بحث وکړ او يو سمينار يې تر سره کړ.

دغه کتاب د چين د دولتي شورا د مطبوعاتي دفتر او د چين د کمونېست ګوند د مرکزي سندونو د څېړنې څانګې او د چين د بهرنيو ژبو د ادارې له خوا تاليف شوی او د بهرنيو ژبو د چاپونې رسنۍ له خوا چاپ شوی دی. له ٢٠١٤ کال راهيسې د انګليسي او عربي ژبو په شمول په شلو ډولو ژبو شپږ مليونه دوه لکه او پنځوس زره ټوکه دغه کتابونه چاپ شوي دي.

په دې نندارتون کې د يوه مېلمه هېواد په توګه د چين يو مهم فعاليت د دې کتاب په هکله سمينار دی.د چين د اطلاعاتو،چاپ ، فلمونو او راډيوګانو د عمومی ادارې مرستيال وو شانګ جي، د ابوظبي د خبري رسنيو د شرکت عمومی مدير علي بن تامم،په عربي متحده اماراتو کې د چين لوی سفير او د چيني او عربي ژبو ځينو ژباړونکو او د چاپ ټولنې شخصيتونو په دې فعاليت کې ګډون وکړ او ويناوې يې وکړې.

په عربي متحده اماراتو کې د چين لوی سفير ني جيان وويل چې د دې هېواد ځينو دوستانو هميشه را څخه درې پوښتنې وکړې چې د چين د اصلاحاتو خوځنده ځواک او د چين پرمختيايي لار څه ده او د چين راتلوکی به په کومه لار روان وي؟ني جيان وويل چې د دغو پوښتنو ځوابونه په ياد کتاب کې پيدا کولی شي.

د چين د اطلاعاتو ، چاپ،فلمونو او راډيوګانو د عمومي ادارې مرستيال وو شانګ جي په خپله وينا کې وويل چې په دې کتاب کې د چين پرمختيايي مفکوره او لار، کورنۍ او بهرنۍ تګلارې ليکل شوي چې ور څخه د رئيس شي جين پينګ د هېواد او سياسي چارو د ادارې نوې مفکوره او ستراتيژي څرګنديږي.هغه وويل (اواز...........) د دې کتاب له لارې د چين ملت د خوب او هيلو پوهاوی کېدای شي او د چين د اصلاحاتو او پرمختګ تمايل او لارې ، د چين او نړۍ ترمنځ د اړيکو په باب معلومات تر لاسه کېدی شي. باور لرم چې په عربي ژبه ژباړل شوی دغه کتاب د عربي هېوادونو لوستونکو ته يو رښتنی چين وړاندی کړي تر څو دوی په ښه توګه چين وپېژني او له چينايانو سره تګ راتګ او تبادله پرمخبوزي.

په دې سمينار کې چيني مېلمنو په بسپنې توګه د ابوظبي د خبري رسنيو شرکت عمومی مدير علي بن تاميم او د دې ښار د سيلانۍ او کلتور ادارې او د عربي متحده اماراتو د زايد پوهنتون د کنفوسيوس پوهنځي استازو ته دغه کتابونه ور کړي دي.

ښاغلي علي بن تاميم په خپله وينا کې وويل چې خوشحاله يم چې په عربي ژبه دغه کتاب ژباړل شوی و چې دا د عربي لوستونکو لپاره د چين د پرمختيايي تجربو او لاسته راوړنو د پېژندلو لپاره يو ښه ډګر برابروي.هغه وويل (اواز............)دا معلومه ده چې اوسنی نړيوال اقتصاد له ډېرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ دی. باور لرو چې د دې کتاب له لارې د دغو ستونزو د ليری کولو لپاره ځواب پيدا کولی شو.موږ هم هيله لرو چې عربي نړۍ په نړيوال اقتصاد کې خپله څوکۍ پيدا کړي.

دغه نندارتون په منځني ختيځ او شمالي افريقا کې د کتابونو د ښودلو لپاره يو نړيوال نندارتون دی چې پيمانه يې لويه او اغيزه يې ډېره ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای