د سينهوا اژانس د خبر له مخې د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ايي د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه په برلين کې د المان د صدراعظم له مرستيال سګمر ګابريل سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې بېلا بېلې خواوې بايد په هر اړخيزه توګه د شمالي کوريا په اړه د امنيت شورا پرېکړه ليک پلی کړي.
وانګ ايي وويل چې په دې وروستيو ورځو کې په کوريا ټاپووزمه کې د انديښنې وړ سترې پېښې نه دي رامنځته شوې،که په دې ټاپووزمه کې ارامتيا وساتل شي، دا به د شمالي او جنوبي کوريا د خلکو نيکمرغي و او د سولې مينه والو هيله هم ده.اوسنی حالت د اړوندو خواوو د ګډو کوښښونو نتيجه ده، خو په عين وخت کې په دې ټاپووزمه کې امنيتی حالت کمزوری دی او هر وخت به پکې بدلونونه راشي. چين له اړوندو خواوو څخه غوښتنه وکړه چې د اوسني تضاد د شدت لپاره دې تدبيرونه ونه نيسي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |