د سينهوا اژانس د خبر له مخې ناټو د روانې مياشتې په ٢٦مه نېټه په روانه اوونۍ کې په ايسونيا کې لوی انټرنټي دفاعی تمرين پيل کړی تر څو د انټرنټي امنيت د ساتلو لپاره متخصيصان وروزل شي.
د ناټو د مطبوعاتي اعلاميې له مخې د امريکا، بريټانيا،فنلنډ، سويډن او ايسونيا په شمول د ناټو د ٢٥ غړو هېوادونو او ملګرو هېوادونو شاوخوا اته سوه تنه امنيتي کارپوهان ، پوځی او عدلي کارکوونکي په دې تمرين کې ګډون لري چې د اپريل له ٢٤مې نيټې څخه پيل شو او د روانې مياشتې تر ٢٨مې نيټې پورې به دوام ولري.
په ٢٠٠٨ کال کې ناټو د ايسونيا په پلازمينه تالين کې د انټرنټي جګړې دفاعی مرکز جوړ کړ. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |