د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د دفاع وزارت د اپرېل په ۲۶مه نېټه وويل چې د روانې مياشتې په ۲۵مه نېټه ترکيې پر عراق او سوريې هوايي بريدونه کړي دي،ترکيې د امريکا په مشرۍ له نړيوال ايتلاف سره همغږی نه ده کړې چې د نړيوال ايتلاف امنيت ته يې ګواښ رسولی دی.د روسيې د بهرنيو چارو وزارت دغې پښې ته ډېره پاملرنه کړی او و يې ويل چې دغه عمل د منلو وړ نه دی.
د امريکا د دفاع وزارت وياند جون دوريان په يوه مطبوعاتي غونډه کې وويل چې ترکيې له هوايي بريد يو ساعت دمخه نړيوال ايتلاف ته دغه معلومات ورکړی،خو مشخصې موخې او ځايونه معلوم نه دي.هغه زياته کړه چې ترکيې يوازې د عملياتو په اړه خبر ورکړی و،خو له نړيوال ايتلاف سره يې پوځي عمليات همغږۍ نه لري.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |