CRI Online

د سږ کال په لومړيو دريو مياشت کې د افغانستان په بېلا بېلو شخړو کې له دوو زرو نه زياتو عامو وګړيو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي.

cri     (GMT+08:00) 2017-04-27 21:19:52

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د م م مرستندويه هئيت د اپريل په ۲۷مه نېټه يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې د سږ کال په لومړيو دريو مياشتو کې د افغانستان په بېلا بېلو شخړو کې۲۱۸۱ تنو عامو وګړيو ته مرګ ژوبلې اوښتې دي چې له دې جملې څخه ۷۱۵ تنه وژل شوي او ۱۴۶۶تنه نور ټپيان دي.

د دغه راپور له مخې، په يادو شمېرو کې د ښځو شمېر ۲۷۳ تنه دی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۴ لوړ شوی دی. دغه راز، د ماشوم شمېر ۷۳۵ دی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۳ لوړ شوی دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای