د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په افغانستان کې د امريکا پوځ د اپريل په ۲۷مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې، دوه امريکايي سرتيري څو ورځې مخکې په ننګرهار ولايت کې د بريد له امله ووژل شول.
په دې اعلاميه کې راغلي،په دې وروستيو ورځو کې امريکايي پوځ له افغان پوځ سره په ګډه د ننګرهار ولايت په اچين سيمه کې د داعش پر ضد مبارزه کې برخه درلوده چې په پايله کې دوه امريکايي سرتيري د ۲۶مې نيټې په شپه د وسلوالو د بريد له امله ووژل شول، يو بل امريکايی سرتيری په جګړه کې ووژل شو. په دې اعلاميه کې د افغان پوځ او د اورپکو د مرګژولې حالت نه دی ياد شوی. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |