د سينهوا اژانس د خبر له مخې د فيلپين ولسمشر رودريګو دوتريټ د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه وويل چې فيلپين به د جنوبي سمندر مسئلې په هکله له چين سره ديالوګ ته دوام ور کړي، ځکه يوازې ديالوګ د دې مسئلې د حل وفصل لپاره تر ټولو ښه لار ده.
نوموړي په همدې ورځ د بروني له پاچا هاسنل بولکيه سره تر خبرو اترو وروسته له خبريالانو سره مرکه وکړه او ويې ويل چې هغه به د جنوب ختيځۍ ټولنې د سرمشريزې غونډې په موده کې د تش په نامه د جنوبي سمندر مسئلې په هکله د حکميت قضيه ياده نه کړي.
د جنوب ختيځۍ ټولنې د ٣٠مې دورې سرمشريزه غونډه به د روانې مياشتې له ٢٦مې نېټې څخه تر ٢٩مې نيټې پورې په مانيلا کې تر سره شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |