د سينهوا اژانس د خبر له مخې د م م سرمنشي ګيوتريس د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه اعلان وکړ چې د ګواتمالايي ايدموند مولټ د کيمياوي وسلو د ممنوعيت سازمان او د م م ترمنځ د ګډې پلټنې ميکانيزم د خپلواکۍ ډلې د مسئول په توګه وټاکل شو، هغه به د دې ميکانيزم په مشرۍ په سوريه کې په کيمياوي وسلو د بريدونو پلټنه وکړي.
د م م سرمنشي وياندستيفاني دوجاريک په همدې ورځ په يوه نوبتي خبري ناسته کې د دې ټاکنې اعلاميه خپره کړه . په دې اعلاميه کې راغلي چې ايدموند مولټ به د ويرګينيا ګامب پر ځای د دريو تنو په ګډون د دې خپلواکۍ ډلې د مسئول په توګه وټاکل شي او د ګډې پلټنې ميکانيزم مشري به وکړي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |