د سينهوا اژانس د خبر له مخې د امريکا ولسمشر ډونلد ترمپ د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه خبري رسنيو ته وويل چې که څه هم هغه شونتيا شته چې د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ نښتې رامنځته شي، خو هغه غواړي چې په سوله ييزو لارو چارو د کوريا ټاپووزمې مسئله حل کړي .
هغه په همدې ورځ له رويټرز خبري اژانس سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې شمالي کوريا د امريکا پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه بلل کيږي .امريکا ښايي د کوريا ټاپووزمې د ذروي مسئلې په هکله له شمالي کوريا سره نښتې وکړي، خو هغه نور هم غواړي چې په سوله ييزو لارو چارو دغه مسئله حل کړي.په عين وخت کې هغه د دې مسئلې د حل وفصل لپاره د چين کوښښونه وستايل . غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |