د سينهوا اژانس د خبر له مخې د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزارت د روانې مياشتې په ٢٧مه نېټه وويل چې جنوبی کوريا غواړي چې له شمالي کوريا سره د خبرو اترو دروازه خلاصه کړي، خو مخکنی شرط يې له کوريا ټاپووزمې څخه د ذروي وسلو د پاکولو په برخه کې د شمالي کوريا له خوا د ښه نيت ښودل او د اړوندو عملياتو تر سره کول دي.
د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياندچاو جون هوک په همدې ورځ په يوه خبري ناسته کې د کوريا ټاپووزمې حالت په هکله د امريکا حکومت د نظرونو په هکله يادې څرګندونې وکړې.
هغه وويل چې که شمالي کوريا په صادقانه توګه د ذروي وسلو د پاکولو په لور روان شي،نو ور سره به د جنوبي کوريا د خبرو اترو دروازه خلاصه شي. غاټول
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |