CRI Online

د خلکو له خوا د چارو جوړولو او د نوښت په هکله د م م په ٧١مه عمومي اسامبله کې يو پرېکړه ليک تصويب شو

cri     (GMT+08:00) 2017-04-28 15:43:10

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اپريل په ٢٧مه نېټه د م م په ٧١مه عمومي اسامبله کې د نوښت د نړيوالې ورځې د يادونې په هکله د ٢٨٤ نمبر پرېکړه ليک په تصويبولو سره تائيد کړی چې نوښت د هر هېواد د اقتصادي پرمختګ لپاره ډېر مهم دی او له بېلا بېلو هېوادونو څخه يې غوښتنه وکړه چې د خلکو له خوا دې د چارو جوړولو څخه ملاتړ وکړي او نوښت ته دې دوام ور کړي چې دا به په بېلا بېلو هېوادونو کې د اقتصادي پرمختګ او د استخدام د زياتوالي لپاره نوی خوځنده ځواک په تحرک راولي او د ښځو او ځوانانو په شمول ټولو ته به نوی فرصتونه برابر کړي.

په م م کې د چين دايمی استازي ليو جي ايي خبري رسنيو ته وويل چې د چين حکومت نوښت د هېواد د پرمختګ کليدی برخه بولي او د خلکو له خوا د چارو جوړولو او نوښت د پرمختګ لپاره به هڅه وکړي تر څو د ٢٠٣٠ کال لپاره د دواملرونکي پرمختګ اجندا پلی کړي. غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای