د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا بېپلوټه الوتکې د اپريل په ۲۷مه نيټه د پاکستان د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د طالبانو پر موخو هوايي بريد وکړ چې له امله يې ۷تنه وژل شوي دي.
د پاکستاني خبري رسنيو د خبر له مخې، د ۲۷مې نېټې په ماسپښين د امريکا بېپلوټه الوتکې په شمالي وزيرستان کې د وسلوالو د دوو پټنځايونو په موخه دوه توغندۍ توغولې او پټنځايونه پوره توګه ويجاړ شوي. د پاکستاني طالبانو يو قوماندان او شپږ غړي په يو پټنځای کې په ناسته بوخت وو چې تر هوايي بريد لاندې راغلل او ټول وژل شوي دي.
دا په روان کال کې په پاکستان کې د امريکا بېپلوټه الوتکې د دوهم ځل هوايي بريد وکړ. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |