CRI Online

چين به د ساد په نوم د سيسټم سره د مقابلې لپاره پوځي تمرين ترسره کړي

cri     (GMT+08:00) 2017-04-28 16:46:11

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د اپريل په ۲۷مه نېټه د چين د ملی دفاع وزارت وياند يانګ يو جون په يوه خبري ناسته کې په جنوبي کوريا کې د ساد په نوم د توغندۍ ضد سيسټم د ځای پر ځای کېدو په اړه وويل چې د چين پوځونه به په دوامداره توګه د عملي جګړې په شان نظامي تمرينونه او د نوي ډول وسلو او تجهيزاتو په وړاندې څارنې او قرنتين ترسره کړي چې په کلکه توګه د خپل هېواد امنيت او د سيمه ييز ثبات او خوندي وساتي. يانګ يو جون په عين وخت کې د چين د دوهمې الوتکې وړونکې بېړۍ د نومول کېدو په شمول د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه وکړل.

په دې وروستيو ورځو کې امريکا او جنوبي کوريا د جنوبي کوريا د کيونګ سان بودوک ايالت په سيونګ ګي ولسوالۍ کې د ساد په نوم د توغندۍ ضد سيسټم ځيني تجهيزات ځای پر ځای کړي دي. ښاغلي يانګ په دې اړه وويل، چين د دې سيسټم له ځای پر ځای کولو سره کلک مخالفت کوي او اړين تدبيرونه به ونيسي.

(( اوس د کوريايي ټاپووزمۍ وضعيت پيچلی دی، چين د سيمه ييز ثبات او خونديتوب د ساتلو لپاره د خبرو اترو له لارې د همغږۍ ډير کارونه ترسره کړي دي. د ساد په نوم دغه سيسټم په جنوبي کوريا کې ځای پر ځای کېدل به د سيمه ييز ستراتيژيکي برابرۍ او ثبات ويجاړ کړي، چين له دې سره کلک مخالفت کوي. د چين پوځونه به په دوامداره توګه د عملي جګړې په شان نظامي تمرينونه او د نوي ډول وسلو او تجهيزاتو په وړاندې څارنې او قرانتين ترسره کړي چې په کلکه توګه د خپل هېواد امنيت او سيمه ييز ثبات او خونديتوب وساتي.))

په دې وروستيو ورځو کې اوبو ته د چين د دوهم الوتکې وړونکې بېړۍ د کښته کېدو خبر ډېره پاملرنه راجلب کړې، چينايانو په انټرنيټ کې د دې بېړۍ د نومول کېدو په اړه ډېرې خبرې اترې کړې او کوي يې. ښاغلي يانګ يو جون وويل، د چين دوهم الوتکې وړونکې بېړۍ د لومړۍ بېړۍ يعنې د لياو نينګ په نوم بېړۍ په نسبت ځينی توپيرونه لري. دوهمه بېړۍ په پوره توګه د چينايانو لخوا ډيزاين او جوړه شوې چې په ترڅ کې يې د لياو نينګ په نوم د لومړۍ الوتکې وړونکې بېړۍ د جوړولو تجربې راغونډې شوې او په څو برخو کې اړوند پرمختګ شوی دی.

د مالوماتو له مخې، اوس د عدين او سوماليې په سمندري خليج کې د سمندري لوټماريو د فعاليتونو نوې څپه رامنځته شوې او د بېړيو پر تګ راتګ بېړيو د حملو پېښې د زياتېدو په حال کې دي. يوازی په روانه مياشت کې د بېړيو د تګ راتګ د ساتنې په اړه د چين محاربوی په برياليتوب سره د سمندري غلو له لاسونو څخه دوه بهرنې بېړۍ ژغورلي دي. ښاغلي يانګ يو جون وويل، د ۲۰۰۸ کال په دسمبر کې د م م صلاحيت تر لاسه کولو وروسته، د چين سمندري پوځ د بېړيو د تګ راتګ خوندي د ساتلو لپاره شپږويشت محاربوی ياد خليج ته ليږلي او د څه دپاسه شپږ زرو کورنيو او بهرنيو بېړيو د ساتنې دندې يې پر غاړه اخيسټې دي. ده وويل

(( د اوسنيو حالاتو له مخې، د عدين او سوماليا په خليج کې د سمندري غلو ګواښونه په لنډ وخت کې نه شي له منځه وړلی، نو د بېړيو د تګ راتګ ساتنه به د چين د سمندري پوځ يوه دايمي دنده وي. چين به په دغو سيمو کې د محاربوي بېړيو ځای پر ځای کول عادي کار وبولي چې د سيمه ييزې سولې او ثبات د ساتلو او د نړيوالو مهمو لارو د خونديتوب د ضمانت لپاره به لا زيات رول ولوبوي. ))

ښاغلي يانګ يو جون په دې خبري ناسته کې زياته کړه چې د چين د کمونيست ګوند مرکزي پوځی کمېټې پرېکړه وکړه چې د ځمکني پوځ د اوسنيو اتلسو ګروپونو پر بنسټ نوی ۱۳ ګروپونه تنظيم او بيا جوړ شي. ده وويل

(( د نويو پوځی ګروپونو تنظيم او جوړول د ځمکني پوځ لپاره پوره اصلاحات دي او د پياوړی او عصري ځمکني پوځ د قايدېدو لپاره يو مهم ګام دی او د چيني پوځ د کميت له غوره والي څخه د کيفيت او موثريت په وړتياوو د بدلون لپاره ستر ارزښت لري. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای