CRI Online

جنوبي کوريا او امريکا: په شمالي کوريا کې د توغنديو توغولو وروستې ازموينه ناکامه شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-04-29 16:27:06

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د جنوبي کوريا او امريکا پوځ وايي چې شمالي کوريا د اپريل په ٢٩مه نېټه د يو توغندی توغولو يوه ازموينه تر سره کړه او ارزونه يې وکړه چې دغه ازموينه نامه شوه.

د جنوبي کوريا د يونهاپ نيوز اېجنسې د جنوبي کوريا د پوځ په قول خبر ورکړ چې شمالي کوريا په همدې ورځ سهار د پيونګانام دو د بوکچانګ په سيمه کې يوه توغندی توغولی چې له توغولو وروسته توغندی ښايي په هوا کې وچاول شو. د جنوبي کوريا د پوځ د ګډې قومندانۍ په قول شمالي کوريا يو بالستيک توغندی توغولی، خو مشخص شکل معلوم نه دی.

د امريکا د سمندر د قومندانۍ وياند داوي بينهام د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دې خبر پخلی وکړ چې قومندانۍ په همدې ورځ سهار لټولی چې شمالي کوريا يو توغندی توغولی او توغندی د شمالي کوريا له خاورو څخه بهر ته نه دی الوتلی. د شمالي امريکا د هوايي دفاع قومندانۍ له ارزونې وروسته دا تصديق کړی چې دغه توغونه شمالي امريکا ته ګوښونه نه شي رسولی.

د جنوبي کوريا د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې شمالي کوريا د توغندی توغولو په هکله د م م د امنيت شورا له اړوندو پريکړه ليکونو سره سرغړونه ده او د کوريايي ټاپووزمۍ او نړيوالې سولې او امنيت ته سخت ګواښونه رسولی دی. که د شمالي کوريا حکومت دغه عمل ته دوام ورکړي او د ذروي وسلو د نه خپرېدو رد کړي، د م م د امنيت شورا په شمول د بېلا بېلو خواوو له ټينګې سزا سره مخامخ وي.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای