د سين هوااژانس د خبر له مخې: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اپريل په ٢٨مه نېټه د ادارې يو حکم لاسليک کړ او له مخې يې دا غوښتنه وړاندې کړې چې د اتلانتيک سمندر، ارام سمندر او د شمالي قطب په سمندرونو کې د برمه کارۍ د منع حکم بيا ارزونه وکړي تر څو په سمندرونو کې د نفتو او ګازو د استخراج اندازه پياوړې کړي.
ټرمپ وويل چې په امريکا کې تر سمندرونو لاندې د طبيعی ګازو سرچينې شتمنې دې، خو فدرالي حکومت د لويې وچې تر بحر لاندې د ځمکو په ٩٤ سلنه برخه کې د ګازو او نفتو د استخراج او توليد فعاليتونو ته اجازه نه ورکوي. خو د ده لخوا د لاسليک شوی حکم له امله په دغو سيمو کې د انرژيو د استخراج او خلکو ته د کارونو ورکولو بهير پيل شو.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |