د سين هوااژانس د خبر له مخې: په افغانستان کې د حکومت ضد پخوانۍ وسله والې ډلې د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدين حکمتيار د اپريل په ٢٩مه نېټه په ختيځ لغمان ولايت کې په يوه غونډه کې وويل چې د حکومت ضد وسله وال هم بايد په هېواد کې د سولې له بهير سره يو ځای شي.
حکمتيار دغه څرګندونې د افغانستان په روان بهير کې د نژدې شلو کلونو له پټ ژوند وروسته لومړۍ پرانيستې خبرې دي.
هغه وويل افغانستان د ډېرو اوږدو جګړو څخه نورستړی شوی دی او سوله د ټولو خلکو ګډه هېله ده. بهرنيان افغانستان ته سوله نه شی راوستلی او د دغه هېواد په کورنيو چارو کې د لاس وهنې حق نه لري، افغانستان بايد له تاريخ څخه تجربې واخلي.
هغه وويل چې د جګړو او د زورزياتي نښتو له لارې توپيرونه نه شي حلېدای او په اوسني پړاو کې د بېلا بېلو قواوو تر منځ د جګړو د لمسولو اړتيا نه شته.
نوموړي په وروستيو کې په مزار شريف کې پر پوځ د بريد غندنه وکړه او ويې ويل چې پر حکومتي هدفونو د طالبانو بريد هيڅ جواز نه لري او له طالبانو څخه يې غوښتنه وکړه چې له سياسي لارې د وطن بحران حل کړي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |