CRI Online

د بی وزلۍ د له منځه وړلو په اړه نړيوال سمينار په روم کې تر سره شو

cri     (GMT+08:00) 2017-04-30 17:17:20

د سين هوااژانس د خبر له مخې: د بی وزلۍ د له منځه وړلو په اړه نړيوال سمينار د اپريل په ٢٨مه نېټه د ايتاليا د بهرنيو چارو په وزارت کې تر سره شو چې ګډون کوونکو د بی وزلۍ د له منځه وړلو په چارو کې د بېلا بېلو هېوادونو د برياليتوبونو تجربې، د حکومتونو او د تګلارو د طرحه کوونکو او په دې کارونو کې د کارکوونکو په وړاندې د مهمو ننګونو په هکله بحثونه وکړل او په دې برخه کې يې د چين د تجربو ستاينه وکړه.

په غونډه کې د ګډون کوونکو استازو په اند په تېرو ٣٠ کلونو کې که څه هم اقتصاد په پرله پسي توګه پرمختګ کړی او په ټوله نړۍ کې د بی وزلو کسانو شمېر ګام په ګام کم شوی، خو په اوسنۍ نړۍ کې لا هم څه دپاسه ٨٠٠ مليونه تنه د ډېرې بی وزلې تر کچې لاندې دې او په ټوله نړۍ کې د بی وزلۍ له منځه وړلو کارونه له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.

چين لومړی پرمختيايي هېواد دی چې لومړی د ټاکلي مودې نه مخکې د زريزې پرمختګ په هدف کې د بی وزلو کسانو د نيمې برخې کمولو موخه عملی کړې. د کرهنيزو چارو د پرمختګ په اړه د م م نړيوال صندوق اړوند مسئول وويل چې په چين کې د بی وزلۍ د له منځه وړلو شکل ښې لاس ته راوړنې تر لاسه کړې او لوړې اغيزې لري چې دا په ټوله نړۍ کې د ليدو وړ دی. په دې چارو کې د چين برياليتوبونه او تجربې په نړۍ کې د بی وزلۍ له منځه وړلو چارو د پرمخبيولو لپاره ګټور رول لري.

ژباړونکې:ډيوه  

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای